اصلي منځپانګې ته لاړ شئ

علي رضايي کولای شي له هغه ځايه خپل کارونه پيل کړي چې په افغانستان کې يې پرېښي وو: په صنعت او تجارت کې د يو مهارت لرونکي کارکوونکي په توګه

د علي رضايي ډېره مينه له بريښنايي شيانو سره ده.د 2021 کال په اکتوبر کې NRW ته د يو مهاجر په توګه له راتګ څخه وروسته په دې برخه کې کار کول د هغه تر ټولو لويه موخه ده. مګر افغانستان د مسلکي روزنې سيستم نه لري او هغه په غير رسمي ډول خپل مهارتونه زده کړي دي.

په دې برخه کې د ځوان کس ليوالتيا الهام بښونکې ده. هغه لا له مخکې د ادغام په پروګرام کې د ژبې په کورس کې ځای ترلاسه او هغه يې په برياليتوب سره پای ته ورساوه کله چې په 2022 کال کې د KIM قضيې مدير، Kirsten Bückers په Schalksmühle کې، Märkischer Kreis، په مخکې حاضر شو. هغوی د دندې د ترلاسه کولو په لار کې د نورو مرحلو په اړه خبرې وکړې. ښاغلی رضايي په چټکۍ سره په دې ټولو شيانو پوه شو. هغه د KIM قضيې مدير سره د عملي زده کړې پروګرام (انټرنشپ) مرکو لپاره چمتووالی ونيو. دلته دا څرګنده شوه چې نوموړی په زړه پورې ځوان د ليوالتيا حس لري. په خپل اصلي هيواد کې هغه پوهېده چې په داسې خبرو اترو کې څنګه چلند وکړي، د څه په اړه پوښتنه وکړي، څنګه ځان په زړه پورې وښيي. مګر په جرمني کې؟ د علي رضايي لپاره دا ډېره مهمه وه چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي چې په ورته يو حالت کې څنګه "سم ډول" چلند وکړي

د ښوونځي او کاري سندونو نشتوالی د ځینو شرکتونو لپاره د خارجولو (رد/منلو) معیار و، پداسې حال کې چې نورو د انټرنشپ او روزنې په برخه کې د نوماند کره ارزونه وکړه: هغه څومره ماهر او ځيرک دی؟ هغه کومه مخکینۍ پوهه له ځان سره راوړي؟ هغه څنګه له عملیاتي فعاليتونو او ټولنیز متقابل عمل سره ځان برابروي؟

د Novelis بشري سرچینو څخه Julia Pasternak وايي، "موږ په Novelis کې په چټکۍ سره درک کړه چې هغه په ډېر مهارت او ژمنتیا سره خپل کارونه ترسره کوي او خوښ یو چې په Ohle کې د Novelis مرکز دومره ژمن او هوښیار ځوان استعداد ترلاسه کړی. موږ د هغه په علمي او عملي لاسته راوړنو ډیر ویاړو او په راتلونکې کې له هغه سره په ګډه کار کولو ته سترګې په لار یو!".

د 2023 کال د اګست مياشتې راهیسې، ښاغلی رضايي په خوښۍ سره په Plettenberg، Sauerland کې په Novelis کې د صنعتي انجینرۍ په برخه کې د بریښنایی تخنیکر کیدو لپاره روزنه ترلاسه کوي. او مسلکي ښوونځی؟ علي رضايي په لومړيو کې يوه جرمني کلمه زده کړه: ننګونه!

د پاڼې پیل ته لاړ شئ